د کوز سویلي وزیرستان د شکۍ تحصیل اوسېدونکي وايي، چې د تعلیم محکمې د مبینه بې غورۍ او بې پامۍ له امله د سرکاري هايي سکول او ماډل سکول شکۍ ودانۍ سختې زیانمنې شوې دي، او د دغو ښوونځیو په ځینو برخو کې شخصي کورنۍ هم اوسېږي.
ځايي سرچیني وايي، چې په دواړو ښوونځیو کې له زر څخه ډېر زده کوونکي زده کړې کوي، خو د ودانیو خراب حالت او د ښوونکو مبینه غیرحاضري د تعلیمي بهیر پر کیفیت منفي اغېز کړی دی.
د سیمي د خلکو په وینا، د ښوونځیو فرنیچر، دروازې، کړکۍ او نور سامان غلا شوی او پاتې ودانۍ هم د نه ساتنې او خراب ساختماني کیفیت له امله د ورانېدو له خطر سره مخ دي.
سیمه ییز اوسېدونکي وايي، د ښوونځیو په ودانیو کې د شخصي کورنیو استوګنه وضعیت نور هم پېچلی کړی او که زر عملي ګامونه وانخیستل شي، نو د سلګونو زده کوونکو د زده کړو بهیر به لا ډېر اغېزمن شي.
د سیمي خلکو د تعلیم له محکمې، ضلعي ادارې او اړوندو امنیتي چارواکو غوښتي، چې د دې موضوع بېړنی نوټس واخلي، د ښوونځیو ودانۍ له غیرتعلیمي کارونې خلاصې کړي، د مبینه غیرحاضرو ښوونکو په اړه پلټنې وکړي او د ښوونځیو د بیارغونې لپاره عملي اقدامات وکړي.
تر اوسه د تعلیم محکمې او اړوندو چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.


ظفر وزير