د بنو د ککي پوليسو تاڼې اړوند د شابري برت په سيمه کې د کورنۍ شخړې پر سر د دوو ډلو ترمنځ په ډزو کې د يوې مور او د هغې د دوو زامنو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او د يوې ماشومې نجلۍ په ګډون دوه نور ټپيان شوي دي.
د پوليسو په وينا،د جون په ۲۵مه، رامنځته شوې شخړه کې د يوې ډلې له لوري يوه مور او د هغې دوه زامن وژل شوي، په داسې حال کې چې د بلې ډلې له لوري يو سړی او يوه ماشومه نجلۍ هم وژل شوي دي. په دې توګه د دواړو ډلو د وژل شويو کسانو شمېر پنځو ته رسېدلی دی.
په ټپيانو کې يوه ماشومه نجلۍ هم شامله ده. ټپيان د بېړنۍ درملنې لپاره د بنو ضلعې مرکزي روغتون (ډي اېچ کيو) ته لېږدول شوي دي.
د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د پوليسو درنه ډله سيمي ته رسېدلې، سيمه يې کلابنده کړې، شواهد يې راټول کړي او د پېښې پلټنې يې پېل کړې دي.
پوليس وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې دا پېښه د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې ده. د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي او نورې قانوني چارې هم دوام لري.


غلام اکبر مروت