د بنو ضلعې په بېلابېلو سیمو کې ،د جون په ۲۳مه او ۲۴مه، د امنیت اړوند څو جلا جلا پېښې شوې دي. په دغو پېښو کې د کواډکاپټر برید، مشکوک ډرون برید، د مارټر ګولیو لګېدل او د څو کسانو د تښتولو راپورونه شامل دي، چې له امله یې په سیمه کې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

ځايي سرچیني وایي، د جون په ۲۴مه، سهار وسله ‌والو د کواډکاپټر له لارې د هوېد پولیس تاڼې په انګړ کې دوه چاودېدونکي توکي وغورځول. په برید کې د فرنټیر کور (اېف سي) دوه سرتېري، غلام ‌زاده او صدام، برسېرن ټپیان شول او دوه سرکاري موټرو ته هم لږ زیان واوښت. ټپیانو ته پر ځای طبي مرسته ورکړل شوه.

 

په یوه بله پېښه کې د مېریان تحصیل د مندیو سیمي د سرکاري های سکول سردار خان مندیو مشر نثار احمد، چې د ناڅرګنده وسله ‌والو له خوا تښتول شوی و، وروسته روغ خپل کور ته ستون شو.

 

د جون په ۲۳مه، ماښام د بکاخېل په نرمي خېل سیمه کې په یوه مشکوک ډرون برید کې د چنګچي رکشې چلوونکی، ۳۰ کلن آصف الله، ټپي شو.

 

هماغه ورځ د بنو پوځي کلا هم د مارټر ګولیو هدف وګرځېده. د سرچینو په وینا، دوه مارټر ګولۍ د پخواني آر او ډي ګرونډ په سیمه کې ولګېدې، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

 

په جلا پېښو کې د فرنټیر کور ریټایر شوی سرتېری علي مرخان د جاني خېل له خپلې سیمي، د مېریان پولیس تاڼې خاکروب مالي ګل د مازیګر لمانځه پر مهال، او محمد شعیب د بنو له مرکزي زندان څخه تر خوشي کېدو سمدستي وروسته د ناڅرګنده وسله ‌والو له خوا تښتول شوي دي.

 

د محمد شعیب په اړه سرچیني وایي، چې هغه څو ورځې مخکې د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) نیولی و، خو محکمې یې د خوشي کېدو حکم ورکړی و. عیني شاهدان وایي، نوموړی د زندان له دروازې د وتلو پر مهال په یوه امبولانس کې سپرو وسله‌ والو له ځان سره یووړ.

 

د دغو پرله‌ پسې پېښو وروسته په بنو کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. تر اوسه امنیتي ادارو د ډېرو دغو پېښو په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی، او د تښتول شویو کسانو د برخلیک په اړه هم کره معلومات نه دي ورکړل شوي.