د باجوړ ضلعې د اتمان خېلو تحصیل د بانډه ګۍ په کلي کې د کولرا یا شدیدې اوبلنې نس ناستې د شکمنې خپرېدنې له راپور وروسته د روغتیا څانګې بیړني غبرګون ټیم سیمي ته رسېدلی او د ناروغۍ د مخنیوي او څېړنې چارې یې پېل کړې دي.
د روغتیايي پلټنې د راپور له مخې، په یوه کورنۍ کې ټولټال ۱۰ کسان د شدیدې اوبلنې نس ناستې او کانګو له نښو سره مخ شوي دي. په دغو ناروغانو کې اته کلنه الیشه په کور کې او څلور کلنه پاکېزه د پېښور په لیډي ریډینګ روغتون کې مړه شوې ده، په داسې حال کې چې اووه نور ناروغان د درملنې لپاره همدغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د راپور له مخې، د ناروغۍ اصلي سرچینه تر اوسه نه ده معلومه شوې، خو د څېړنې لپاره د څښاک د اوبو نمونې راټولې شوې دي. روغتیايي ټیم د شاوخوا کورونو هم سروې کړې، خو د ورته نښو لرونکي نور کسان یې نه دي موندلي.
چارواکي وایي، اغېزمنو کورنیو ته اړین درمل، د اوبو او مالګو محلول (او آر اېس)، زنک او نورې طبي اسانتیاوې ورکړل شوې دي. همدارنګه د سیمي خلکو ته د پاکو اوبو د کارولو، د اوبو د ایشولو، د لاسونو د صابون په وسیله د مینځلو او د روغتیایي اصولو په اړه د پوهاوي غونډې هم ترسره شوې دي.
د باجوړ د روغتیا څانګې ویلي، وضعیت له نږدې څارل کېږي او د ناروغۍ د لابراتواري پایلو تر ترلاسه کېدو پورې به احتیاطي او وقایوي اقدامات دوام ولري. روغتیايي چارواکو له خلکو غوښتي چې د شدیدې نس ناستې، کانګو او د بدن د اوبو د کمېدو نښې د څرګندېدو په صورت کې دې سمدستي نږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.


حسبان الله باجوړې