د خیبر پښتونخوا د په قاضي خېلو سيمه کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله يو ورور خپل سکه ورور په ډزو وژلی دی.
د پوليسو په وينا، دغه پېښه ،د جون په ۲۵مه، هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د دوو وروڼو ترمنځ د ځمکې پر سر لفظي شخړه تاوتريخوالي ته واوښته. پوليس وايي، په دې مهال يو ورور پر خپل بل ورور ډزې وکړې چې له امله يې ۲۵ کلن شهريار سخت ټپي شو.
د پوليسو د معلوماتو له مخې، ټپي شوی شهريار د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شو، خو د سختو ټپونو له امله يې هلته ساه ورکړه.
بلخوا، پوليسو د پېښې له ځایه شواهد راټول کړي او د پېښې پلټنې يې پېل کړې دي. د پوليسو چارواکي وايي، تورن کس له سيمي تښتېدلی او د نيولو لپاره يې په بېلابېلو ځايونو کې عمليات روان دي.


پامیر جان