د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) پورې اړوندو ټولنيزو رسنيو اکاؤنټونو دعوه کړې ده چې د بر سویلي وزيرستان د سرا روغې پوليسو د تاڼې ايس اېچ او، د بم شنډولو ډلې غړي او يو شمېر نور پوليس سرتېري د دوي په ولکه کې دي.
د دغې ډلې له لوري ،د جون په ۲۵مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د نيول شويو پوليسو انځورونه هم پر ټولنيزو رسنيو خپاره شوي دي.
تر اوسه د نيول شويو امنيتي سرتېرو د حالت او برخليک په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.
بلخوا، د پاکستان امنيتي او حکومتي چارواکو تر دې دمه د دغې ادعا نه رسمي تاييد کړی او نه يې رد کړې ده.
د يادونې وړ ده چې ،د جون په ۲۴مه، وسله والو د بر سویلي وزيرستان د سرا روغې سيمي څخه د ايس اېچ او په ګډون شپږ پوليس سرتېري تښتولي وو.
شال نيوز د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه دعوې خپلواکه تصديق نه شي کولی.


ظفر وزير