د بر سویلي وزیرستان د سراروغې پولیسو د مشر (اېس اېچ او) ،احمد شاه، په ګډون هغه شپږ پولیس سرتېري ،چې تېره ورځ تښتول شوي وو، د جون په ۲۵مه، د سیمه ‌ییزو مشرانو د جرګې له هڅو وروسته روغ رمټ خوشي شوي دي.

 

ځایي سرچیني وایي، چې د سیمي مشرانو د تښتول شويو پولیسو د خوشي کېدو لپاره له اړوندو لورو سره خبرې وکړې چې په پایله کې یې موافقه وشوه او ټول تښتول شوي پولیس خپل کورونو ته ستانه شول.

 

د پولیسو سرچینو د معلوماتو له مخې، ناڅرګنده وسله والو ،د جون په ۲۴مه، د سراروغې په سیمه کې اېس اېچ او احمد شاه او پنځه نور پولیس سرتېري نیولي او له ځان سره وړي وو.

 

سرچیني زیاتوي، چې د سیمه‌ ییزې جرګې د منځګړیتوب له امله د دغو پولیسو خوشي کېدل ممکن شول، خو تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې د هغوي د خوشي کېدو لپاره کومې ځانګړې هوکړې یا شرطونه شوي دي.

 

د پولیسو د دغو سرتېرو تر خوشې کېدو وروسته د سیمي اوسېدونکو د خوښۍ او ډاډ څرګندونه کړې ده.