چارواکي وایي، د ملاکنډ د بټخېلې ټنډیل سیمي په غرونو کې، د جون په ۲۵مه، د ایف سي هېډکوارټر ته نېږدې لګېدلی اور د مړ کولو لپاره د ریسکیو ۱۱۲۲، د ځنګلاتو محکمې، لیویز، ایف سي او ځايي خلکو ګډ عملیات روان دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو په وینا، اور د غرنۍ ځنګلي سیمي په یوه برخه کې لګېدلی دی چې له امله یې ځنګل، بوټو او طبیعي چاپېریال ته د زیان اوښتو اندېښنې پیدا شوې دي.
چارواکي وایي، د ریسکیو ډلې سهار له وختي راهیسي د سختې ګرمۍ، د اور د زیاتې تودوخې او د غرنۍ سیمي د سختو لارو باوجود د اور مړ کولو په عملیاتو بوختې دي.
د چارواکو په خبره، د اړوندو ادارو او ځايي خلکو په ګډو هڅو د اور د لا خپرېدو مخه تر ډېره نیول شوې، خو د اور په بشپړ ډول د مړ کولو لپاره عملیات لا هم دوام لري.
تر اوسه د اور د لګېدو د علت او د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي، او چارواکو ویلي دي چې د عملیاتو له بشپړېدو وروسته به نور معلومات له رسنیو سره شریک کړي.


محمد انس