د واپډا چارواکي وایي، د کوز سویلي وزیرستان د ګومل زام د اوبو بجلي ګر ،هغه برخه چې له کلونو راهیسي خرابه او غیر فعاله وه، د جون په ۲۵مه، بېرته رغول شوې او له ټولو تخنیکي ازموینو وروسته د قامي ګرېډ سره نښلول شوې ده.
د چارواکو په وینا، د دویمې برخې په فعالېدو سره د ګومل زام د اوبو بجلي ګر اوس په خپل بشپړ ظرفیت، یعنې ۱۷ اعشاریه ۴ مېګاواټه د بجلۍ پیداوار کوي. تر دې وړاندې دغه بجلي ګر له تېرو اتو کلونو راهیسي یوازې په نیمایي ظرفیت کار کاوه.
واپډا وایي، په دې بجلي ګر کې د بجلۍ د پیداوار دوه برخې لګېدلې دي او د هرې یوې د پیداوار وړتیا ۸ اعشاریه ۷ مېګاواټه ده. دا بجلي ګر د ۱۳۲ کېلوولټه سویلي وزیرستان ـ ټانک د برېښنا لېږد کرښې له لارې د قامي ګرېډ سره تړلی دی او هر کال شاوخوا ۹ کروړه او ۹ لکه یونټه ارزانه او چاپېریال ته دوستانه بجلۍ قامي ګرېډ ته ورکولی شي.
د واپډا د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر کې د یوې تخنیکي خرابۍ له امله د برېښناکوټ دواړه برخې ودرېدلې. وروسته واپډا په ۲۰۱۸م کال کې د خپلو انجنیرانو او تخنیکي ټیم په مټ یوه برخه بېرته فعاله کړه، خو دویمه برخه د سخت زیان او د سیمي د امنیتي وضعیت له امله د نږدې لسو کلونو لپاره رغول نه شوه.
چارواکي وایي، د دویمې برخې د رغولو قرارداد د ۳۵ کروړه او ۹۵ لکه روپیو په لګښت یوه ګډ شرکت ته ورکړل شوی و. د رغولو کار د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په پنځمه پېل شو او یوازې په ۸۰ ورځو کې د جون په ۲۵مه په بریالیتوب بشپړ شو.
واپډا وایي، د ګومل زام د اوبو بجلي ګر د ګومل زام د څو اړخیز بند مهمه برخه ده. د دې پروژې اساسي موخې د کرنې لپاره د اوبو برابرول، د سېلابونو مخنیوی او د کم لګښت بجلۍ پیداوار دی.
د ګومل زام بند د اوبو د زېرمه کولو ټول ظرفیت ۱۱ لکه او ۴۰ زره اېکړ فټه دی، چې په وسیله یې یو لک او ۹۱ زره او ۱۳۹ اېکړه کرنیزه ځمکه خړوبېږي. واپډا وایي، دغه بند چې په ۲۰۱۳م کال کې بشپړ شوی، له هماغه وخته د سویلي وزیرستان او شاوخوا سیمو د کرنې، اوبو لګولو او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوي.


ظفر وزير