د مردان د تخت بایي تحصیل په شریف اباد سیمه کې ،د جون په ۲۶مه، یو سړي د کورني تاوتریخوالي له امله پر خپلې مېرمنې ډزې کړې، چې له امله یې نوموړې ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

پولیس وایي، وژل شوې ښځه ارم نومېده او د حبیب لور وه. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ریسکیو ۱۱۲۲ طبي ډله او امبولانس سیمي ته ورسېدل او ټپي ښځه یې د درملنې لپاره روغتون ته د لېږدولو هڅه وکړه، خو هغې روغتون ته له رسېدو مخکې په لاره کې ساه ورکړه.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو ویلي، د مېرمنې جسد د قانوني چارو او پوسټ مارټم لپاره د تخت بایي تحصیل مرکزي روغتون ته لېږدول شوی دی.

 

بلخوا پولیس وایي، د چټکو عملیاتو په ترڅ کې یې د پېښې تورن کس نږدې په نیم ساعت وخت کې نیولی او د نورو پلټنو لپاره یې د ساړو شاه پولیسو تاڼې ته انتقال کړی دی.

پولیس زیاتوي، د پېښې د علت او نورو اړخونو په اړه پلټنې روانې دي.