د سوات پولیس وایي، د رحیم اباد په سیمه کې یې د یوې ځوانې نجلۍ د وژنې په تړاو ،د جون په ۲۶مه، دوه شکمن کسان نیولي او د پېښې په اړه ترې پلټنې روانې دي.

 

د سوات د پولیسو ویاند په وینا، د رحیم اباد پولیسو ته د یوې ځوانې نجلۍ د مړینې راپور تر ترلاسه کېدو وروسته، د مقتولې د ورور شهریار په مدعیت د پېښور اوسېدونکي اسفندیار او محمد مزمل پر ضد د وژنې مقدمه ثبت شوه.

 

پولیس وایي، د رحیم آباد تاڼې د اېس اېچ او فضل رحیم په مشرۍ ځانګړي عملیات ترسره شول چې په ترڅ کې یې دواړه نومول شوي شکمن کسان ونیول شول.

 

د پولیسو د لومړنیو پلټنو له مخې، شکمنو کسانو نجلۍ د بای پاس پر یوه هوټل کې د جنسي تېري ښکار کړې او وروسته یې زهرجنه دوا ورکړې ده. د پولیسو په وینا، نجلۍ په نازک روغتیايي حالت کې روغتون ته لېږدول شوې وه، خو د درملنې پر مهال یې ساه ورکړه.

 

پولیس زیاتوي چې له نیول شویو شکمنو کسانو څخه نورې پلټنې روانې دي او د پلټنو تر بشپړېدو مخکې وروستۍ پایله نه شي اعلانېدی.