د بنو پوليس وايي، د ښار د سي پېک سرکلر سړک د خوجړۍ سيمي ته نږدې ناڅرګنده وسله والو پر يوه شخصي امبولانس ډزې کړې دي، چې له امله يې په امبولانس کې سپاره څلور کسان وژل شوي دي.
د پوليسو او ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، پېښه ،د جون په ۲۶مه، هغه مهال رامنځته شوه، کله چې امبولانس د سي پېک سرکلر سړک پر اوږدو روان و او وسله والو پرې ډزې وکړې چې له امله یې د امبولانس ټول څلور سپاره کسان ووژل شول.
چارواکي وايي، د وژل شويو کسانو مړي د قانوني چارو او پوسټ مارټم لپاره د بنو ضلعې مرکزي روغتون (ډي اېچ کيو) ته لېږدول شوي دي. د سرچينو په وينا، د وژل شويو کسانو د پېژندنې بهير روان دی.
د بنو پوليسو ويلي، د بريد انګېزه لا تر اوسه روښانه نه ده، خو د لومړنيو معلوماتو له مخې دا پېښه د ترهګرۍ بڼه لري. چارواکي وايي، د وروستۍ پرېکړې لپاره د پېښې د ټولو اړخونو پلټنې روانې دي او د بريدګرو د نيولو هڅې هم دوام لري.
تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې د دې بريد مسؤليت نه دی منلی او امنيتي ادارو هم د پېښې په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.
شال نيوز به د رسمي سرچينو له خوا د نورو معلوماتو تر ترلاسه کېدو سره دا خبر تازه کړي.


غلام اکبر مروت