سوات کې د نشي توکو د نړيوالې ورځې په مناسب د نشي توکو پر ضد د پوهاوي يوه غونده ترسره شوه. د جون په ۲۶مه، د ‘نوي ژوند ريهب سنټر’ لخوا راجوړې کړی شوې دې غونډه کې د ټولنې د بېلابېلو د مکتبونو د فکر استازو ګډون کړی و.

 

د غوندې مشر مېلمه ای ډي سي ريليف ،نعمت الله، په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته وويل چې نشي توکي د ټولنې لپاره يو ناسور او د نوي نسل د تباهۍ ستر لامل دي. نوموړي ټينګار وکړ چې د دې لعنت د مخنيوي لپاره بايد ټولنه په ګډه کار وکړي او خپل نوی نسل له نشي توکو څخه وژغوري.

 

په دې موقع د نوي ژوند ريهب سنټر ،مشر رياض، حيران وويل چې د تېرو دولسو کلونو راهيسي يې د نشي توکو پر ضد مبارزه روانه ساتلې ده. د نوموړي په خبره، تراوسه يې په نشي توکو اخته د سلګونو کسانو علاج کړی او بېرته يې د ټولنې ګټور غړي ګرځولي دي.

 

هغه زياته کړه چې يوازې يوه اداره د نشي توکو خلاف مبازه نه شي کولی ولې چې ترڅو ټولنه د نشي توکو پر ضد يو موټی نه شي د دې ستونزې بشپړ مخنيوی ممکن نه دی.

 

نوموړي پر ولس او ادارو غږ وکړ چې د نشي توکو پر ضد ګډ او عملي رول ولوبوي ترڅو راتلونکي نسلونه له دې خطرناک لعنت څخه خوندي پاتې شي.