د مومند ضلعې د خوېزو تحصیل په غرنیو سیمو کې د چاپېریال ساتنې او شنو سیمو د زیاتوالي لپاره د “امید ښکالو” په نوم یوې ولسي ټولنیزې ډلې د توخمونو غونډارو (سیډ بالز) شیندلو نوښت پېل کړی دی. د یاد تنظیم مشران وایي، د دې اقدام موخه د ځنګلونو احیا، د وچکالۍ او اقلیمي بدلون پر ضد مبارزه، او د سیمي طبیعي توازن بېرته رغول دي.
د تنظیم مشر ،قاري فیاض، شال نیوز ته ویلي، چې د دې هڅې لومړی پړاو به ،د جون په ۲۷مه، ترسره کېږي، چې پکې به د خوېزو د غرنیو سیمو په بېلابېلو برخو کې زر (۱۰۰۰) د توخمونو غونډاري وشیندل شي. د هغه په خبره، دا یوازې پېل دی او په راتلونکو پړاوونو کې به دغه شمېر په تدریجي ډول لسو زرو (۱۰،۰۰۰) ته ورسول شي.
قاري فیاض وایي، د توخمونو غونډاري هغه ځانګړې ګولۍ دي چې د خاورې، سرې او د بېلابېلو ونو او بوټو له توخمونو جوړېږي، او په غرنیو او سختو سیمو کې د لاسي کښت پر ځای په اسانه توګه شیندل کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې د دې طریقې له لارې د بارانونو په موسم کې توخمونه زرغونېږي او د شنو سیمو په پراخېدو کې مهم رول لوبوي. د هغه په وینا، په دې پړاو کې به د ګورګورې، بېرې، پلوسې او غوړاڅکي توخمونه وشیندل شي.
هغه دا هم وویل، چې خیبر پښتونخوا د پاکستان له هغو سیمو څخه ده چې د اقلیمي بدلون سختې اغېزې پرې شوي دي. د نوموړي په وینا، د بارانونو بې وخته کېدل، د تودوخې زیاتوالی، سېلابونه، د اوبو کمښت او د ځنګلونو له منځه تلل د سیمي لپاره جدي ګواښونه دي. هغه وویل، د همدې خطرونو د کمولو لپاره یې دا نوښت خپل مسؤلیت ګڼلی او هڅه کوي د ولسي ګډون له لارې چاپېریال ته ګټه ورسوي.
قاري فیاض ټینګار وکړ، چې دا ټول کارونه تر دې دمه د تنظیم د غړو په شخصي لګښت ترسره شوي او تر اوسه یې له هېڅ حکومتي یا غیردولتي ادارې یا د سیمي د خلکو څخه مالي مرسته یا چنده نه ده ترلاسه کړې. هغه له عامو خلکو هم وغوښتل، چې د ونو کښت او د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپله ونډه واخلي.
د چاپېریال پوهان وایي، چې په خیبر پښتونخوا کې اقلیمي بدلون د کرنې، اوبو زېرمو، ځنګلونو او د خلکو په ورځني ژوند مستقیمه اغېزه کړې ده. په وروستیو کلونو کې ناڅاپي سېلابونه، د تودوخې لوړې درجې، د واورې او باران د اندازې بدلون، او د فصلونو د حاصل کمښت د دې بدلون څرګندې نښې بلل کېږي.
کارپوهان ټینګار کوي، چې د ونو او بوټو کرل نه یوازې د هوا د ککړتیا په کمولو کې مرسته کوي، بلکې د کاربن جذب، د خاورې د ساتنې، د بارانونو د توازن او د طبیعي افتونو د خطر په راکمولو کې هم مهم رول لري. د دوي په باور، د “امید ښکالو” په څېر ولسي هڅې کولی شي د اقلیمي بدلون پر ضد مبارزه کې اغېزمن ګام ثابت شي او نورو سیمو ته هم د بېلګې په توګه وړاندې شي.


شیراز خان