چارواکي وايي، د بر سویلي وزیرستان په لدها تحصیل کې د بریکونو د خرابېدو او د سړک د خراب حالت له امله د سېلانيانو یو موټر په ټکر کې اوښتی، چې له امله یې اته تنه په سپکو ټپونو ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، پېښه ،د جون په ۲۷مه، د لدهې په سیمه کې د بدر پُل ترڅنګ د لدهې تاڼې په حدودو کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې له واڼا څخه د بنو پر لور روان د سېلانيانو یو سنګل کېبن موټر له کنټروله ووت.
ځايي سرچیني وایي، په موټر کې د هېواد له بېلابېلو سیمو راغلي سېلانیان سپاره وو. د پېښې له امله کوم ځاني تلفات نه دي اوښتي، خو اته کسان په سپکو ټپونو ټپیان شوي دي.
د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د لدهې تاڼې اېس اېچ او ،محمد غفران، د پولیسو له سرتېرو سره سیمي ته ورسېد. پولیسو د ریسکیو ۱۱۲۲ له ټیمونو سره په ګډه ټپیان د لومړنیو طبي مرستو لپاره د لدهې روغتون ته ولېږدول، چې هلته ورته اړینه درملنه ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده چې د اوړي په موسم کې د سویلي او شمالي وزیرستان غرنیز طبیعي ښکلا او سړه هوا هر کال د هېواد له بېلابېلو سیمو ګڼ شمېر سېلانیان دې سیمو ته راکاږي.
ځايي اوسېدونکو له اړوندو ادارو غوښتي چې د سېلانیانو او ځایي خلکو د خوندي تګ راتګ لپاره د سړکونو د بیارغونې او بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي.


ظفر وزير