د خیبر پښتونخوا د بنو ضلعې ډومېل تاڼې پولیسو ،د جون په ۲۷مه، دعوه کړې ده چې د یو اووه کلن ماشوم سره د مبینه جنسي زیاتي په تور د نامزد شوي کس په نیولو کې یې پرمختګ کړی او هغه یې په ۲۴ ساعتونو کې دننه نیولی دی.

پولیس چارواکي وایي، د انعام الله په نوم دغه نیول شوي کس باندې تور دی چې څو ورځې وړاندې یې په ډومېل سیمه کې د یاد ماشوم سره دغه عمل کړی و. د پولیسو په وینا، له نوموړي څخه یو ۱۲ بور ټوپک هم برامد شوی دی.

د ډومېل تاڼې د چارواکو په وینا، د دغې پېښې مقدمه ،د جون په ۲۴مه، نېټه په دغه تاڼه کې درج شوې وه، چې وروسته د بنو د پولیسو مشر (ډي پي او) یاسر اپریدي د تورن کس د سمدستي نیولو لپاره یو ځانګړی ټیم جوړ کړ.

د ډومېل تاڼې مشر (ایس ایچ او) عبدالصبور خان وایي، د پېښې د حساسیت له امله پلټنې په ډېره ځیرکتیا سره روانې دي او هڅه کېږي چې د قانوني مراحلو له پوره کېدو وروسته دغه دوسیه عدالت ته وړاندې کړل شي.

بل لور ته، د بنو ډي پي او یاسر اپریدی وایي، د ماشومانو او ښځو پر وړاندې په جرمونو کې د ککړو کسانو پر ضد د دوي 'زیرو ټالرنس' یا صفر زغم تګلاره ده او د خلکو د امنیت لپاره به د داسې عناصرو پر ضد بې پرې اقدامات جاري ساتي.