ملاکنډ کې د ټرافيکي پېښه له امله په ګاډي کې سواره د يوې کورنۍ درې کسان ټپيان شوي دي.

 

د ملاکنډ ريسکيو ۱۱۲۲ چارواکو له مخې پېښه نن د جون په ۲۷مه د ملاکنډ په غزنۍ سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره روان موټر د چلوونکي له کنټروله ووت او ژورې کندې ته ولوېدو.

 

چارواکو وايي د پېښې خبر ترلاسه کيدو سره سم د ژغورنې ډله او امبولانس د پېښې ته رسيدلي دي او ټيپان يې د لومړنۍ طبي مرستو نه پس د درګۍ روغتون ته ليږدولي دي.

 

ريسکيو چارواکي وايي ټيپان د کوز دير د ګل اباد اوسيدونکي دي څوک چې د وداه په مراسمو کې د ګډون لپاره روان وو چې په لار کې د پېښې ښکار شو.