د بر سوات ډویلپمنټ اتھارټۍ د ویاند ،سعید الرحمان، په وینا، د محرم الحرام د رخصتیو په مهال، د جون له ۲۵مې تر ۲۷مې پورې، سوات او بر سوات ته ټول ۴ لکه ۳۳ زره ۵۷۰ سیلانیان راغلي دي.

 

هغه وویل، کالام، ملم جبه، ګبین جبه، مهوډنډ، مدین، بحرین، اتروړ او د سېلګرۍ نورو سیمو ته له ۹۰ زرو څخه زیات واړه او غټ ګاډي داخل شوي دي. د سېلګرو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله هوټلونه بشپړ ډک وو او په کالام او شاوخوا سیمو کې له ۲ زرو څخه زیاتو سېلګرو خیمو کې شپه تېره کړې ده.

 

د ویاند په وینا، د سېلګرو د اسانتیا لپاره ټول ټورسټ فیسلیټېشن سنټرونه ۲۴ ساعته فعال ساتل شوي وو.

 

هغه زیاته کړه چې د ټورازم پولیسو او فیلډ سټاف رخصتۍ هم لغوه شوې وې او هغوي د سېګری په بېلابېلو سیمو کې د لارښوونې، معلوماتو او بېړنیو مرستو لپاره پر دندو ګمارل شوي وو.