د خیبر ضلعې څخه په ازاد حیثیت د قامي اسمبلۍ منتخب غړي، اقبال اپریدي، ویلي دي چې له پاکستان تحریک انصاف او د ګوند له مشر عمران خان سره یې وفاداري نه ده بدله شوې او د هېڅ ډول سازش برخه نه دی.

 

اقبال اپریدي ،د جون په ۲۸مه، شال نیوز ته په خپل بیان کې وویل، چې له ۱۹۹۶م کال راهیسي یې خپل وخت، خوله، وینه، شتمني او ځواني د تحریک انصاف لپاره قرباني کړې دي، نو ځکه دا تصور هم نه شي کېدی چې داسې کوم ګام پورته کړي چې خپل ګوند ته زیان ورسوي.

 

هغه وویل: “الله تعالی حاضر او ناظر ګڼم چې زما هره هڅه، هر ګام او هر نیت یوازې د عمران خان د خوشي کېدو او له خپل ګوند سره د وفادارۍ لپاره دی.”

 

نوموړي زیاته کړه چې د نظر اختلاف او ناسم پوهاوی رامنځته کېدی شي، خو د ده وفاداري نه ده بدله شوې او نه به بدله شي. د هغه په وینا، ضمیر یې شاهد دی چې تل یې د ګوند، د ګوند د مشر او د کارکوونکو ګټې له خپلې شخصي ګټې لوړې ګڼلې دي.

 

اقبال اپریدی د خپل غړیتوب د ځنډولو او روانو شخړو په اړه وویل، چې دا هر څه د ده او د تحریک انصاف ترمنځ د اړیکو په اړه هېڅ اغېز نه لري، ځکه د ده اخلاص د ګوند مشر عمران خان ته څرګند دی.

 

هغه وویل، د خیبر ولس پر ده دوه ځله باور کړی او د قامي اسمبلۍ غړی یې ټاکلی دی، چې دا د خلکو د اعتماد څرګند ثبوت دی.

 

په پای کې اقبال اپریدي ټینګار وکړ چې نه به د کوم سازش برخه جوړ شي او نه به د عمران خان پر اصولو او دریځ کوم جوړجاړی وکړي. د هغه په وینا، پاکستان تحریک انصاف د دوي سیاسي شناخت او تګلاره ده.

 

ياده دي وي چي تيرو څو ورځو نه اقبال اپريدي د تحریک انصاف ګوند څخه ويستلو خبرې اترې په سوشل میډیا روانې دي، د کوم په ځواب کې چي اقبال اپريدي خپل دريځ څرګند کړو.