د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر ،سهیل اپریدي، ویلي دي، چې د بندو دروازو د پرېکړو له امله صوبه کې ترهه ګرۍ یو ځل بیا سر پورته کړی دی. نوموړي دا څرګندونه ،د جون په ۲۸مه، د پېښور په پلوسۍ سیمه کې د فلای اوور د بنیاد اېښودو په مراسمو کې د وینا په مهال وکړه.
اعلا وزیر وویل، چې د دې صوبې اولس د اوږدې مودې راهسي د ترهه ګرۍ له امله په زرګونو ځاني او مالي قربانۍ ورکړي دي. د ده په خبره، د زرګونو قربانیو وروسته په دې صوبه کې د امن وضعیت ښه شوی و خو د بندو دروازو د ناسمو پرېکړو او ،د ده په ټکو، د جعلي واکمنانو د ناسمو تګلارو له امله ترهه ګرۍ یو ځل بیا سر پورته کړی دی.
اعلا وزیر سهیل اپریدي وویل چې د خیبر پښتونخوا اولس د بندو دروازو د پرېکړو پایلې زغمي خو واکمنان ورته کوم حل نه لټوي. د نوموړي په وینا دا صوبه د ازمویني په ډګر بدله شوې ده خو نور به د بندو دروازو پرېکړې نه منل کېږي بلکې د دې صوبې د خلکو پرېکړو ته به درناوی ورکړل کېږي.
هغه په وفاقي حکومت د نیوکې کولو سره وویل چې د بجلۍ او ګېس په وېش کې د خیبر پښتونخوا سره ناانصافي کېږي، حال دا چې دا صوبه د خپلې اړتیا څخه زیاته بجلي او ګېس پېدا کوي.
نوموړي زیاته کړه چې په پېښور کې د ۲۰۰ اربه روپو په لګښت د ښار د بیا رغونې پروژه روانه ده او که اړتیا پېښه شي نو نور ۲۰۰ اربه روپۍ به هم پرې ولګول شي. اعلا وزیر سهیل اپریدي په پلوسۍ کې د جنازګاه د ځای او د پلوسۍ بازار د سړک د جوړولو اعلان هم وکړ.


سلمان یوسفزی