د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي عمومي سېکرټر ،حسین شاه یوسفزي، ویلي دي، چې په صوابۍ کې د تمباکو د فصل ستونزه ورځ تر بلې پېچلې کېږي او پر دې فصل د لګول شویو مالیو او د کروندګرو د استحصال پر ضد به د عوامي نېشنل ګوند له خوا احتجاجي لړۍ پېل شي.

 

حسین شاه یوسفزي له رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې له پښتنو سره نه یوازې د تمباکو، بلکې د برېښنا، ګاز، معدني زېرمو او نورو حقونو په برخه کې هم ناانصافي شوې ده. د هغه په وینا، خیبر پښتونخوا په تېرو دیارلسو کلونو کې له پامه غورځول شوې او د صوبې د خلکو ستونزو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

 

هغه وویل، چې دوي تمه لرله چې صوبايي حکومت به له مرکزي حکومت سره د خپلو سیاسي اختلافونو له امله د خببر پښتونخوا د خلکو د حقونو لپاره اغېزمن دریځ خپل کړي، خو ،د ده په وینا، صوبايي حکومت هم د خلکو د ستونزو په حل کې پاتې راغلی دی.

 

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي عمومي سېکرټر زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا په هره ضلع کې د واکمن ګوند استازي موجود دي او په قامي اسمبلۍ کې هم د همدې صوبې استازولي تر ټولو ډېره ده، ځکه د صوبې د خلکو د حقونو او ستونزو د هواري مسؤلیت هم د همدغو استازو پر غاړه دی.

 

حسین شاه یوسفزي دعوه وکړه چې د تمباکو پر فصل د مالیو او د کروندګرو د استحصال په موضوع کې مرکزي او صوبايي حکومتونه په یوه دریځ ولاړ دي. هغه له خلکو وغوښتل چې له خپلو منتخب استازو حساب وغواړي او ویې ویل، هغه کسان چې د خپلو خلکو د حقونو دفاع نه شي کولی، د ولس د استازیتوب حق هم نه لري.

 

هغه وویل، چې د واکمن ګوند پلویان هم باید له خپلو استازو د خپلو حقونو په اړه پوښتنه وکړي. د نوموړي په وینا، د تمباکو د روانې لانجې په اړه لومړی غږ د ایمل ولي خان له خوا په سنټ کې پورته شوی و او عوامي نیشنل ګوند به تر هغو له خپلې مبارزې لاس وانخلي، څو د تمباکو د کروندګرو ستونزې هوارې شوې نه وي.

 

حسین شاه یوسفزي دا دعوه هم وکړه چې د تمباکو د معاملې په تړاو ځیني پټې معاملې روانې دي، خو ،د ده په وینا، خلک اوس له دې وضعیت خبر شوي دي. هغه وویل، چې د تمباکو کروندګر له استحصال سره مخ دي او روان وضعیت د “لویو او وړو زورواکو” ترمنځ د ګټو جګړه ده. نوموړي له خلکو وغوښتل چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره یو موټی شي او د هر ډول استحصال پر وړاندې ودرېږي.

 

د صوبايي او مرکزي حکومتونو له خوا تر اوسه د حسین شاه یوسفزي د دغو څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی. شال نیوز به د حکومت دریځ هم له ترلاسه کېدو سره خپور کړي.