د خیبر پښتونخوا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم ای) په صوبه کې د پشکال د بارانونو د لومړي پړاو په ټراو خبرداری جاري کړی دی.
د پي ډي ايم ای له لوري ،د جون په ۲۹مه، جاري شوي خبرداري کې ويل شوي دي، چې د جولایۍ د لومړۍ نيټې نه تر پنځمې پورې د صوبې په يو شمير سيمو کې د پشکال د بارانونو، تيزو بادونو او تندر پريوتو امکان څرګند شوی دی، چې ورسره په غريزو سيمو کې د ځمکې ښویېدو او په خوړونو او نالو کې د سېلابونو د راوتلو خطرهم موجود دی.
ادارې ویلي دي، چې د پېښور په ګډون، چارسده، نوښار، مردان، سوات او اېبټ اباد کې هم اربن فلډنګ انديښنه څرګنده شوې ده.
پي ډي اېم ای ضلعي ادارو ته سپارښتنه کړې ده چې ټول احتیاطي تدابیر بشپړ کړي او د ژغورنې ډلې، اړینه ماشینري او بېړني خدمات هر وخت چمتو وساتي.
د ادارې په وینا تېز بادونه او اسماني برېښنا د کمزورو ودانیو، سولر پینلو او د ولاړ فصلونو د زیانمنېدو لامل کېدی شي. سیلانیانو ته سپارښتنه شوې، چې د غیر ضروري سفرونو او د سیندونو او خوړونو له غاړو څخه ډډه وکړي او کروندګر او مالداران دې د خپلو فصلونو او څارویو د خوندي ساتلو لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.


شال نیوز