باجوړ کې د قبایلي چارو د وفاقي وزیر ،مبارک زیب خان، له خوا د زده کوونکو لپاره د پنځو نويو بسونو کیلي د اړوندو تعلیمي ادارو مشرانو ته وسپارل شوې. د چارواکو په وینا، دغه بسونه د وزیراعظم ،میاں شهباز شریف، له لوري د ارواښاد ریحان زیب په نوم د باجوړ زده کوونکو لپاره ځانګړي شوي وو.
د بسونو د سپارلو مراسم ،د جون په ۳۰مه، د خار سول کالونۍ په جرګه هال کې ترسره شول. په دې غونډه کې د باجوړ مرستیال کمېشنر شاهد علي خان، د ضلعې د پولیسو مشر محمد خالد، قامي مشران، سیاسي او ټولنیز شخصیتونه او د بېلابېلو برخو استازو ګډون کړی و.
په دغو بسونو کې یو، یو بس د ګورنمنټ ډګري کالج خار، ګورنمنټ ډګري کالج ناوګۍ، ګورنمنټ ډګري کالج برنګ، ګورنمنټ ډګري کالج بر خلوزۍ ماموند او خار ماډل سکول او کالج ته ورکړل شو.
غونډې ته د وینا پر مهال د ریاست وزیر مبارک زیب خان وویل، چې دا بسونه به په ځانګړي ډول هغو زده کوونکو ته د تګ راتګ اسانتیا برابره کړي چې له لرې پرتو سیمو څخه تعلیمي ادارو ته ورځي، څو وکولی شي خپلې زدهکړې په اسانۍ او خوندي ډول دوامدارې وساتي.
هغه وویل، پر تعلیم پانګونه د روښانه راتلونکي ضمانت دی، او حکومت به په باجوړ کې د تعلیم د ودې، د ځوانانو د هوساینې او د ولسي خدمتونو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.


حسبان الله باجوړې