د کوز سویلي وزیرستان د برمل تحصیل د وچوبۍ شولام اوسېدونکي وایي، چې دوي لا هم د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي. د دوي په وینا، په سیمه کې نه دولتي ښوونځی شته او نه هم د څښاک د پاکو اوبو منظم سیستم، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ځايي اوسېدونکي وایي، د سیمی ماشومان د زده کړو لپاره هره ورځ لرې پرتو سیمو، لکه لنډۍ وړۍ او راغزۍ، ته تګ ته اړ کېږي. د دوي په خبره، د واټن اوږدوالي د ماشومانو پر زده کړو منفي اغېز کړی او کورنۍ یې هم له اضافي ستونزو سره مخ کړې دي.
د سیمي خلک زیاتوي، چې د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی د دوي له سترو ستونزو څخه ده. د دوي په وینا، د پرمختللې زمانې سره سره لا هم اړ دي چې په خرو له لرې ځایونو اوبه راوړي، ځکه په سیمه کې د اوبو د برابرولو هېڅ اسانتیا نشته.
اوسېدونکي وایي، دوي څو ځله خپلې ستونزې اړوندو چارواکو او منتخب استازو ته رسولي، خو تر اوسه یې د حل لپاره کوم عملي اقدام نه دی شوی، چې له امله یې د خلکو اندېښنې او ناهیلۍ زیاتې شوې دي.
د وچوبۍ شولام خلکو له وفاقي او صوبایي حکومت، ضلعي ادارې او خپلو منتخب استازو غوښتنه کړې، چې په سیمه کې دې زر تر زره دولتي ښوونځی جوړ، د څښاک د پاکو اوبو اسانتیا برابره او نورې بنسټیزې اړتیاوې هم پوره کړي، څو د سیمي خلک هم د هېواد د نورو سیمو په څېر له خپلو اساسي حقونو برخمن شي.


ظفر وزير