د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې له ماشومانو سره د جنسي تیري د وروستیو پېښو پر ضد د بشري حقونو فعالانو په پېښور کې احتجاجي مظاهره کړې ده.
د جون په ۳۰مه، د پېښور پرېس کلب مخې ته شوې احتجاجي مظاهره کې د بشري حقونو فعالانو، ښځو او ماشومانو ګډون کړی و. مظاهره چیانو په لاسونو کې پلې کارډونه نیولي وو چې پرې له ماشومانو سره د جنسي تیري پر ضد او د هغوي د خوندیتوب په ملاتړ شعارونه لیکل شوي وو.
په احتجاج کې ګډونوالې د بشري حقونو فعالې ښکلا مومند شال نیوز ته وویل، چې له ماشومانو سره جنسي تېری یوازې د یوې کورنۍ ستونزه نه، بلکې د ټولنې یوه ګډه ستونزه ده. د هغې په وینا، همدا لامل دی چې دوي احتجاج ته راوتلي او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره یې غږ پورته کړی دی.
د نوموړې په خبره، زموږ په ټولنه کې ماشومان نه یوازې له جنسي ځورونې سره مخ دي، بلکې په جسماني توګه يې هم استحصال روان دی. هغې وویل، په بېلابېلو ځایونو کې له کم عمره ماشومانو د هغوي له وس او توان څخه زیات کار اخیستل کېږي او د کار پر مهال له تاوتریخوالي سره هم مخ کېږي.
ښکلا مومند وویل، د دغو پېښو له امله د ټولنې ډېر ماشومان او نجونې خوندي نه دي. هغې له والدینو وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته په دې اړه پوهاوی ورکړي او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې په دغو پېښو کې ککړو کسانو ته سخته سزا ورکړي، څو په راتلونکي کې د داسې جرمونو مخه ونیول شي.
د احتجاج يو بل ګډون وال د ماشومانو د حقونو فعال ،عمران ټکر، وویل چې د دې احتجاج موخه دا ده چې په خیبر پښتونخوا کې نږدې هره ورځ له ماشومانو سره د جنسي تېري پېښې رامنځته کېږي. د هغه په وینا، ځیني ماشومان له جنسي تېري وروسته وژل کېږي، خو ګڼې داسې پېښې نه ثبتېږي او نه هم پکې ککړ کسان د قانون منګولو ته سپارل کېږي.
نوموړي د پېښور د بډه بېرې سیمي د یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د ډله ییز جنسي تېري وروستۍ پېښې ته په اشارې وویل، چې د دې پېښې مقدمه له ۳۵ ورځو وروسته ثبت شوه او ،د ده په وینا، ځینو مشرانو د تورنو د سزا پر ځای د جرګې له لارې د روغې جوړې هڅه کړې وه.
عمران ټکر وویل، دا ډول اقدامات د جنسي تېري اغېزمنو ته د انصاف په ترلاسه کولو کې خنډونه جوړوي. هغه غوښتنه وکړه چې صوبايي حکومت دې د دغو پېښو شفافې پلټنې وکړي، ککړ کسانو ته دې سزا ورکړل شي او د ماشومانو پر وړاندې د جنسي جرمونو د مخنیوي لپاره دې عملي ګامونه پورته کړې شي.
بل لور ته د پېښور هایي کورټ وکیل طارق افغان وویل، چې له ماشومانو سره د جنسي استحصال پېښې زیاتې شوې دي او ورځ تر بلې پکې زیاتوالی راځي. د هغه په خبره، د ماشومانو د خوندیتوب لپاره قوانین موجود دي، خو حکومت او اړونده ادارې د دغو قوانینو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي. هغه وویل، چې د پولیسو د پلټنو کمزوری نظام د دې لامل کېږي چې ډېر تورن له سزا خلاص شي.
د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو محکمې د ۲۰۲۵م کال د راپور له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې په صوبه کې پر ماشومانو او ښځو د جنسي تشدد ۱۱۲۲ پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، په ۲۰۱۹م کال کې ۲۵۹، په ۲۰۲۰م کال کې ۲۹۹، په ۲۰۲۱م کال کې ۱۲۵، په ۲۰۲۲م کال کې ۳۶۵ او په ۲۰۲۳م کال کې ۷۴ د جنسي تشدد پېښې ثبت شوې دي.
راپور زیاتوي چې په ټولیز ډول په ۵۸۱ قضیو کې یوازې ۸۷ تورنو ته سزا ورکړل شوې، په داسې حال کې چې ۴۹۴ تورن بری شوي دي. همدارنګه، د ښځو پر وړاندې د جنسي تیري په ۳۴۱ قضیو کې جرم نه دی ثابت شوی او یوازې ۲۳ کسانو ته سزا اورول شوې ده.


سلمان یوسفزی