د کوز سویلي وزيرستان د پاکستان پيپلز پارټۍ ضلعي مشر ،امان الله، د ګوند له نورو مشرانو سره په يوه خبري غونډه کې د واڼا ضلعي مرکزي روغتون (ډي اېچ کيو) کې د روغتيايي اسانتياوو پر کمښت اندېښنه څرګنده کړې او د خیبر پښتونخوا له حکومت، هېلت فاونډېشن، د روغتيا له محکمې او ضلعي انتظاميې يې غوښتي چې د روغتون د ستونزو د هواري لپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي.
امان الله ،د جولایۍ په لومړۍ، خبري غونډې ته وويل، چې په ډي اېچ کيو روغتون واڼا کې د ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتيايي کارکوونکو کمښت شته او د همدې له امله ناروغان له سختو ستونزو سره مخ دي. د هغه په وينا، حکومت بايد د اړين طبي عملې تشه زر تر زره ډکه کړي، څو خلکو ته پر وخت او معياري درملنه برابره شي.
هغه وويل، چې په ۲۰۲۲م کال کې صوبايي حکومت د عامه او خصوصي مشارکت (پي پي موډ) له مخې د واڼا ډي اېچ کيو روغتون د مرف ادارې ته سپارلی و، خو د ده په خبره، تر اوسه د روغتيايي خدمتونو په کچه کې د پام وړ ښه والی نه دی راغلی. نوموړي غوښتنه وکړه چې د ۲۰۲۲م کال د ياد تړون (اېم او يو) بشپړ جزئيات دې ولس ته ښکاره کړل شي.
د پيپلز پارټۍ ضلعي مشر دا هم وغوښتل چې د روغتون اوسنی مېډيکل سپرنټنډنټ ډاکټر ،جان محمد شينواری، او لاجسټک افسر ،بابر خان، دې له خپلو دندو لرې او پر ځای دې نوي چارواکي وګومارل شي. هغه دعوه وکړه چې د حکومت او هېلت فاونډېشن له خوا د ميليونونو روپيو بودجې له ورکولو باوجود په روغتون کې عمليات په منظم ډول نه ترسره کېږي.
امان الله وويل، چې ان د وړو ټپونو او عادي ناروغيو ناروغان هم د درملنې لپاره ډېره اسماعيل خان، پېښور او ملتان ته استول کېږي، چې د ده په خبره، دا د سيمي له خلکو سره بې انصافي ده او ښيي چې په روغتون کې بنسټيزې اسانتياوې هم کافي نه دي.
هغه زياته کړه چې په روغتون کې د الټراساونډ او اېکسرې اسانتياوې محدودې دي او ځيني طبي ماشينونه له تېرو دوو کلونو راهيسي خراب پراته دي. د ده په وينا، له همدې امله ناروغان اړ کېږي چې خپل طبي معاينات په شخصي مرکزونو کې په لوړه بيه ترسره کړي.
نوموړي دا ادعا هم وکړه چې د خپلې مېرمنې د زړه برېښنايي معاينه (ای سي جي) ورته د روغتون يوه څلورم ټولګي کارکوونکي کړې وه، چې د روغتون پر انتظامي او طبي نظام پوښتنې راولاړوي.
امان الله وويل، چې پخوا په ډي اېچ کيو روغتون واڼا کې خلکو ته نسبتاً ښه روغتيايي خدمتونه برابرېدل، خو اوس د روغتون د کارکردګۍ کچه ټيټه شوې ده. هغه دا دعوه هم وکړه چې اوسني مېډيکل سپرنټنډنټ تر دې وړاندې د شولام کټګورۍ «ډي» روغتون کې هم دنده ترسره کړې وه او هلته هم د ادارې په چارو نيوکې موجودې وې.
د هغه په وينا، په روغتون کې له بېوزلو ناروغانو څخه د هغو طبي معاينو پيسې هم اخيستل کېږي چې بايد وړيا وي. نوموړي له حکومته وغوښتل چې بېوزلو خلکو ته وړيا او معياري روغتيايي خدمتونه برابر کړي او په روغتون کې د درملو، طبي وسايلو او روغتيايي کارکوونکو کمښت زر تر زره ختم کړي.
په دې خبري غونډه کې د پيپلز پارټۍ د ضلعي مشر امان الله ترڅنګ د واڼا پخواني کونسلر او د اتحاد مشر قمبر عباس، د تحصيل کونسل پخواني اپوزيشن مشر عمران او د ګوند يو شمېر نورو مشرانو او کارکوونکو هم ګډون کړی و.
يادونه : په خبري غونډه کې ياد شوي تورونه او غوښتنې د پاکستان پيپلز پارټۍ د مشرانو څرګندونې دي. د دې تورونو په اړه د خیبر پښتونخوا حکومت، هېلت فاونډېشن، د روغتيا محکمې او د ډي اېچ کيو روغتون واڼا د انتظامیې دريځ په دې خبر کې نه دی شامل. که هغوي خپل غبرګون ورکړي، شال نيوز به يې هم خپور کړي.


ظفر وزير