د خیبر پښتونخوا له اعلا وزير ،محمد سهیل خان اپریدي، سره ،د جولایۍ په لومړۍ، د پېښور پرېس کلب د کابینې او ګورننګ باډۍ پلاوي ليدنه کړې، چې پکې د خبريالانو د ستونزو او د رسنيو د پرمختګ په اړه پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.
د ليدنې پر مهال اعلا وزير د پېښور پرېس کلب د نوې ودانۍ او د پېښور د خبريالانو لپاره د جلا جرنلسټس وېلفېئر انډوومنټ فنډ د جوړولو سره په اصولي توګه موافقه وکړه. هغه وويل چې صوبايي حکومت د ازاد، مسؤل او خپلواک صحافت د ودې، د خبريالانو د خونديتوب او د هغوي د هوساينې لپاره عملي ګامونه پورته کوي.
اعلا وزير وويل چې د ‘خوشحال خیبر پښتونخوا’ د ۲۰۲۶-۲۷م مالي کال په بوديجه کې د خبريالانو د هوساينې لپاره پراخ مالي اقدامات شامل دي. د دغو اقداماتو له مخې به خبريالانو ته د بې سوده پورونو لپاره يو ارب روپۍ ځانګړې کېږي، د ميډيا کالونيو د جوړولو، فزيبلټۍ او ډيزاين لپاره ۵۰ کروړه روپۍ، د پېښور پرېس کلب د نوې ودانۍ لپاره ۱۵ کروړه روپۍ، د صوبې د ضلعي پرېس کلبونو د بيارغونې لپاره ۳۰ کروړه روپۍ او د اطلاعاتو په څانګه کې د نوښت او پرمختګ لپاره ۱۰ کروړه روپۍ ځانګړې شوې دي. همدارنګه د خبریالانو د هوساينې انډوومنټ فنډ له ۲۰ کروړه روپيو څخه ۵۰ کروړه روپيو ته لوړ شوی دی.
هغه اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې رسنيزو ادارو ته د دولتي اعلانونو د پاتې پيسو ورکړه دې د کاري خبريالانو د واجباتو او د لږ تر لږه قانوني معاش له ورکړې سره مشروطه شي. نوموړي دا هم هدايت وکړ چې د نوې پېښور وېلي سټي ميډيا انکليو په اړه دې خبريالان په باور کې واخيستل شي، د قوانينو او مقرراتو له مخې دې پرمختګ باوري کړل شي او د خبريالانو لپاره دې مطالعاتي سفرونه هم تنظيم شي.
د غونډې په پای کې د پېښور پرېس کلب جنرل سېکرټري اعلا وزير ته د پرېس کلب د ليدنې او د نوې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودلو رسمي بلنه ورکړه.


شال نیوز