د خیبر پښتونخوا د سوات ضلعې د سياحتي سيمي کالام په سیف الله جهيل کې د سيلانيانو يوه کښتۍ د چپه شوې، چې پکې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه او ۴ نور لا هم په اوبو کې ډوب دي.

 

د لومړنيو معلوماتو له مخې، پېښه ،د جون په لومړۍ، هغه مهال رامنځته شوه، چې په کښتۍ کې د یوې کورنۍ ۹ غړي سپاره وو او د جهیل سېل یې کاوه.

 

د ځايي انتظاميې د چارواکو په وینا، تر اوسه پورې د ۵ کسانو مړي راويستل شوي او د کورنۍ ۴ نورو غړو د را ایستلو لپاره د لټون عملیات روان دي.

 

د سرچینو په وینا، د پېښې سمدستي وروسته ځايي انتظاميې او د سيمي رضا کارانو په لويه کچه د ژغورنې (ريسکیو) عمليات پېل کړي دي. د جهيل د اوبو د سخت يخنۍ او تېزوالي سره سره، د لاپته شويو څلورو کسانو د موندلو لپاره د لټون عمليات په تېزۍ سره دوام لري.