د خیبر پښتونخوا د اورکزو ضلعې د کوز اورکزو په سیمه کې د یو فلاینګ کوچ د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۳ تنه ټپیان شوي دي، چې د شپږو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی او د نورو درملنو لپاره کوهاټ ته لېږدول شوي دي.

 

د ژغورنې ادارې ،ریسکیو ۱۱۲۲، چارواکي وایي، چې پېښه ،د جولایۍ په لومړۍ، د اینداره مین روډ پر سر هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د مسافر وړونکي فلاینګ کوچ بریکونه ناکام شول او موټر له کنټروله ووت او ورپسې د سړک غاړې د خاورې له یوې موړې سره وجنګېد.

 

د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د ریسکیو ۱۱۲۲ اووه امبولانسونه او طبي ډلې سیمي ته ورسېدې او د ژغورنې چارې یې پېل کړې. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په ټپیانو کې اته نارینه، دوه ښځې او درې ماشومان شامل دي.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي، چې ټولو ټپیانو ته پر ځای لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې او وروسته د کلایې ضلعي مرکزي روغتون ته ولېږدول شول.

 

د چارواکو په وینا، د شپږو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ و، چې له امله یې هغوي د لا نورو درملنو لپاره د کوهاټ ډویلپمنټ اتارټۍ روغتون ته انتقال کړل.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ له خلکو غوښتي، چې د سفر وړاندې د خپلو موټرو تخنیکي حالت، په ځانګړي ډول بریکونه او ټایرونه، په دقت وګوري څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.