د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم ای) د جولایۍ پر لومړۍ نېټه ویلي دي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د ناڅاپي سېلابونو، تندرونو، سختو بادونو او بارانونو له امله د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د ادارې د تازه معلوماتو له مخې، د سختو بارانونو، توپاني بادونو او سېلابونو له کبله د کورونو چتونه او دېوالونه نړېدلي، چې له امله یې درې تنه مړه او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
د پي ډي اېم ای په وینا، په مړو شويو کسانو کې دوه ماشومان او یوه ښځه شامل دي، په داسې حال کې چې ژوبل شویو کې پنځه سړي او ۱۱ ماشومان دي. راپور زیاتوي چې د بارانونو او سېلابونو له امله ټولټال ۳۴ کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.
دغه پېښې د خیبر، کوز دیر، مردان، شانګلې، باجوړ او کوز چترال په ګډون د صوبې په یو شمېر ضلعو کې ثبت شوې دي.
پي ډي اېم ای ویلي، چې د ژغورنې ادارې، ریسکیو ۱۱۲۲، ضلعي انتظامیې او نور اړونده ادارې په ګډه د مرستو او ژغورنې چارې پر مخ وړي، او اغېزمنو کورنیو ته د بیړنیو مرستو رسولو لپاره لازمې سپارښتنې شوې دي.
د ادارې مشر (ډي جي پي ډي اېم ای) ضلعي چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې امدادي فعالیتونه نور هم ګړندي کړي او زیانمنو ته پر وخت مرستې ورسوي.
پي ډي اېم ای له خلکو غوښتي چې د خراب موسم پر مهال له غیر ضروري سفرونو او حساسو سیاحتي سیمو ته له تګ ډډه وکړي، او د حکومتي ادارو خبرداریو او سپارښتنو ته پام وکړي.
ادارې دا هم ویلي، چې د دوي بیړنيی عملیاتي مرکز په بشپړ ډول فعال دی، او خلک کولی شي د هر ډول بېړني حالت، د موسم معلوماتو او نورو مرستو لپاره د ۱۷۰۰ وړیا مرستندویه شمېرې سره اړیکه ونیسي.


شال نیوز