د خیبر پښتونخوا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم ای) ويلي دي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د سختو بارانونو، توپانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې اووه کسان مړه او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.

 

د ادارې لخوا ،د جولایۍ په ۲مه، د خپاره شويو تازه معلوماتو له مخې، په مړو شويو کسانو کې دوه سړي، يوه ښځه او څلور ماشومان شامل دي، په داسې حال کې چې د ټپيانو په ډله کې اووه سړي، يوه ښځه او ۱۱ ماشومان دي.

 

پي ډي اېم ای وايي، د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله ټولټال ۳۸ کورونو ته زيان اوښتی، چې ۳۶ کورونه په قسمي ډول زيانمن شوي او دوه کورونه په بشپړ ډول نړېدلي دي.

 

د ادارې په وينا، دغه پېښې د خیبر، کوز دير، بر دير، مردان، شانګلې، باجوړ او کوز چترال په ضلعو کې رامنځته شوې دي. پي ډي اېم ای زياتوي، چې د ژغورنې ادارې ريسکيو ۱۱۲۲، ضلعي انتظاميې او نورو اړونده ادارو په ګډه د مرستو او ژغورنې چارې روانې ساتلې دي.

 

ادارې اړوندو ضلعي انتظاميو ته سپارښتنه کړې چې اغېزمنو کورنيو ته دې د مرستو سامان زر تر زره ورسوي او د ژغورنې او مرستندويه فعاليتونو چټکتيا دې نوره هم زياته کړي.

 

د پي ډي اېم ای عمومي مشر له خلکو غوښتي چې له بې ضرورته سفرونو ډډه وکړي، د سېلابونو او خرابې هوا له خطر سره مخ سيمو او سيلانيزو ځايونو ته دې نه ځي، او د حکومتي ادارو له خبرداريو او سپارښتنو سره دې سم عمل وکړي.

 

پي ډي اېم ای وايي، د بېړنيو حالاتو د عملياتو مرکز په بشپړ ډول فعال دی او خلک کولی شي د هر ډول بېړني حالت، د هوا د وضعيت او نورو معلوماتو لپاره د ادارې له وړيا مرستندويه شمېرې ۱۷۰۰ سره اړيکه ونيسي.