د چارسدې د شبقدر تحصيل د مټه مغل خېلو په سيمه کې ،د جولایۍ په ۲مه، د ناموس په نوم دوه ښځې او يو سړی وژل شوي دي.

 

پوليس وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې دا پېښه د مبينه ناجايزه اړيکو د شک پر بنسټ شوې ده. د پېښې له خبر سره سم د پوليسو درنه ډله سيمي ته ورسېده، خو شکمن کس له بريد وروسته په تېښته بريالی شوی دی.

 

پوليسو د وژل شويو درې واړو مړي خپله ولکه کې اخيستي او د قانوني او طبي معاينې لپاره يې د شبقدر تحصيل هېډکوارټر روغتون ته لېږدولي دي.

 

پوليس وايي، د پېښې د بېلابېلو اړخونو پلټنې روانې دي او د شکمن کس د نيولو لپاره په بېلابېلو سيمو کې چاپې وهل کېږي.

 

چارواکي وايي، د پېښې نورې پلټنې هم دوام لري او د راټولېدونکو شواهدو له مخې به قانوني کارروایي ترسره کېږي.