د پېښور پوهنتون د رجسټرار دفتر ویلي دي، چې پروفېسره ډاکټره روبینه شاهین د درېیو کلونو لپاره د پوهنتون د پرو وایس چانسلرې په توګه ټاکل شوې ده.

 

د پوهنتون له خوا ،د جولایۍ په ۳مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دا ټاکنه د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو د ۲۰۱۲م کال د قانون د ۱۲-اې (۱) مادې له مخې شوې او د ۲۰۲۶م کال د جولایۍ له لومړۍ نېټې نافذه ده.

 

د خبرپاڼې له مخې، ډاکټره روبینه شاهین تر دې وړاندې د پېښور پوهنتون د اسلامي او ختیځو مطالعاتو د پوهنځي د مشرې (ډین) په توګه دندې ترسره کولې.

 

د پوهنتون چارواکي وايي، د پرو وایس چانسلر دنده د پوهنتون د علمي او اداري چارو په سمبالښت، د تدریس د کیفیت په ښه کولو، د څېړنیزو فعالیتونو په پراختیا او د پوهنتون د پالیسۍ په عملي کولو کې مهم رول لري.

 

د ټاکنې د خبرپاڼې کاپي د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر دفتر، د لوړو زده کړو څانګې، د پېښور پوهنتون د وایس چانسلر دفتر، د بېلابېلو پوهنځیو مشرانو او نورو اړوندو ادارو ته هم استول شوې ده.

 

تعلیمي شنونکي وايي، ډاکټره روبینه شاهین د تدریس، څېړنې او اداري چارو پراخه تجربه لري او تمه کېږي چې د هغې په مشرۍ به د پوهنتون علمي او څېړنیز فعالیتونه نور هم پیاوړي شي.