د خيبر ضلعې د ځنګلاتو محکمې ويلي دي، چې په باړه او تيراه کې د قدرتي ځنګلونو د ساتنې، د غيرقانوني لرګيو قاچاق د مخنيوي او د شنه چاپېريال د پراختيا لپاره يې په يو شمېر نوو منصوبو عملي کار پېل کړی دی.

 

د باړې د ځنګلاتو محکمې سب ډويژنل فارسټ افسر ،اعجاز خان، د جولایۍ په ۴مه، د خدمت خلق وېلفېئر سوسايټۍ د مشر تراب علي خان، کوارډينيټر قاضي فرمان او ډاکټر حيدر سره د باړه فارسټ چک پوسټ کې د يوې غيررسمي غونډې پر مهال وویل، چې د ضلعي فارسټ افسر ،زاهد مسعود، په هدايت د لومړي ځل لپاره په باړه کې په شپاړس کناله ځمکه د نيالګيو نرسري جوړېږي. د هغه په وينا، د دې نرسرۍ له لارې به د سيمي لپاره د بېلابېلو ونو نيالګي تيارېږي.

 

هغه وويل، چې د ډوګره ټېکنيکل کالج ترڅنګ د باړه فارسټ دفتر لپاره هم ځمکه ترلاسه شوې او ډېر زر به د دفتر جوړولو کار پېل شي، چې ورسره به د سيمي خلکو ته د ځنګلاتو محکمې ته رسېدنه اسانه شي.

 

اعجاز خان زياته کړه، چې د بره باړې د سندانه په ځنګلونو کې د اور لګېدو د پېښو د زر معلومولو او مخنيوي لپاره د “فاير واچ سنټر” جوړېږي. نوموړي وويل، چې په دې مرکز کې به ځايي ځوانانو ته هم روزګار ورکول کېږي.

 

د هغه په وينا، په راتلونکو منصوبو کې به د سندانه، کنډاو جماعت، نري بابا او د بره باړې په نورو ځنګلي سيمو کې، چې پخوا د شاه بلوط ونې پرې شوې دي، يو ځل بيا د شاه بلوط نيالګي کښېنول شي او تر درېيو کلونو پورې به يې ساتنه کېږي.

 

هغه وويل، چې په بره باړه، سپاه، مهربان، دوه تويي او راجګال سيمو کې به د امريکايي غوزانو باغونه هم جوړېږي، او په هغو غرنيزو سيمو کې چې تګ راتګ ورته ګران وي، د “سيډ بال” طريقې له لارې به د ونو تخمونه شيندل کېږي.

 

اعجاز خان زياته کړه، چې د شين کمر په سيمه کې د لرګيو د غيرقانوني قاچاق د مخنيوي لپاره د فارسټ چک پوسټ او عملې د ځای پر ځای کولو لپاره هم ځمکه ترلاسه شوې ده.

 

هغه وويل، تر څو چې د ځنګلاتو محکمه په خيبر ضلعه کې په بشپړه توګه فعاله نه شي، د لرګيو د غيرقانوني پرېکولو او قاچاق مخنيوی به له ستونزو سره مخ وي. د هغه په خبره، د محکمې له بشپړ فعالېدو وروسته به دا ستونزې تر ډېره کنټرول شي.

 

اعجاز خان وويل، چې د تيراه او بره باړې د قدرتي ځنګلونو د ساتنې ترڅنګ به نوي ځنګلونه هم جوړېږي. نوموړي وويل، چې د سپاه په بېلابېلو سيمو کې مېوه لرونکي نيالګي وېشل شوي او په ميداني باړه کې د خدمت خلق وېلفېئر سوسايټۍ په همکارۍ د مېوو باغونه هم لګول شوي دي.

 

اعجاز خان د سيمي له خلکو وغوښتل چې د اګست په مياشت کې د اجتماعي شجرکارۍ لپاره مناسب ځای وټاکي او د زيتون او نورو مېوه لرونکو باغونو لپاره هم مناسبې ځمکې په ګوته کړي.

 

هغه وويل، د ځنګلونو ساتنه يوازې د حکومت کار نه دی، بلکې د خلکو ګډه ذمه واري هم ده. د هغه په وينا، د شجرکارۍ هره منصوبه هغه وخت بريالۍ کېدی شي چې خلک د نيالګيو په ساتنه، اوبه ورکولو او له څارويو څخه په خوندي ساتلو کې عملي برخه واخلي.

 

د غونډې په پای کې د ځنګلاتو محکمې چارواکو د خدمت خلق وېلفېئر سوسايټۍ د شجرکارۍ او چاپېريال ساتنې په هلو ځلو ستاينه وکړه او ويې ويل چې د دغې ادارې همکاري په تحصيل باړه کې د نورو ټولنيزو تنظيمونو لپاره هم يو ښه مثال دی.