د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر ،محمد سهیل اپریدي، د بلوچستان د شیراني ضلعې په دانه سر کې د ټرافیکي پېښې ښکار بس کې د وژل شویو او ټپیانو د کورنیو لپاره د مالي مرستو اعلان کړی دی.

 

د جولایۍ په ۴مه، د اعلا وزیر لخوا شوي د اعلان له مخې، په پېښه کې د وژل شوي هر تن وارثانو ته به ۲۰ لکه روپۍ او هر ټپي ته به ۱۰ لکه روپۍ مالي مرسته ورکول کېږي.

 

اعلا وزیر اړوندو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د مالي مرستو د ورکړې ټولې چارې دې بې له ځنډه بشپړې کړي او ډاډ دې ترلاسه کړي چې مرستې پر وخت مستحقو کورنیو ته ورسېږي.

 

محمد سهیل اپریدي ویلي دي، چې د مالي مرستو په ورکړه کې به هېڅ ډول ځنډ ونه زغمل شي. هغه زیاته کړې، چې د خیبر پښتونخوا حکومت د غم په دې سخت وخت کې د اغېزمنو کورنیو ترڅنګ ولاړ دی او هر ډول ممکنه مرسته به ورسره وکړي.