د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ،منظور احمد پښتین، د روانې جولایۍ میاشتې په ترڅ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نړیوال کنفرانس د جوړېدو اعلان کړی دی.
نوموړي ،د جولایۍ په ۴مه، شال نیوز ته په استولي ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دا کنفرانس به د پښتون ژغورنې غورځنګ د بریتانیا څانګې په کوربه توب د جولایۍ په ۱۴مه په اکسفورډ کې ترسره شي.
د هغه په وینا، په دې غونډه کې به د پښتون ژغورنې غورځنګ د نادرکه او زنداني غړو، او همدارنګه د پښتنو د عمومي وضعیت په اړه خبرې او بحثونه وشي.
منظور پښتین دغه کنفرانس یوه لویه اکاډمیکه غونډه بللې او ویلي یې دي، چې په دې مناسبت به د خپلې خاورې او ملت په اړه غږ پورته کړي او نړۍ ته به “د پنجاب د ظلمونو” په اړه خپل دریځ وړاندې کړي.
هغه په خپل لنډ ویډیوي پیغام کې دا هم ویلي دي، چې په وروستیو میاشتو کې له پښتنو او افغان وطن سره د پاکستان د ظلمونو کچه زیاته شوې، د پښتون ژغورنې غورځنګ نور غړي هم زنداني شوي، پر غورځنګ فشارونه زیات شوي او بمبارۍ هم ډېرې شوې دي.


شال نیوز