د خیبر یونین آف جرنلسټس د معلوماتو له مخې، د مشرق ورځپاڼې نیوز اېډېټر او مخکښ خبریال ،طارق متین، د جولایۍ په ۴مه، وفات شوی او د جنازې له لمانځه وروسته د پېښور د غریب اباد په هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.
خیبر یونین آف جرنلسټس په خپل تعزیتي بیان کې د طارق متین مړینه د خبریالانو د ټولنې لپاره ستر زیان بللی دی. د اتحادیې په وینا، مرحوم یو باوقاره، خوش اخلاقه او خپلې دندې ته ژمن خبریال و، چې د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې یې د ژورنالېزم اصول، رښتینولي او بې طرفي تل په لومړیتوب کې ساتلې وه. د اتحادیې په خبره، د هغه ژورنالیستي خدمتونه به تل په درناوي او عزت یادېږي.
د خیبر یونین آف جرنلسټس صدر کاشف الدین سید، جنرل سېکرټري ارشاد علي او نورو مسؤلینو په ګډ تعزیتي بیان کې ویلي دي، چې د طارق متین په ناڅاپي مړینه د خبریالانو ټولنې یو مخلص، باکرداره او دروند همکار له لاسه ورکړی دی.
بلخوا، د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خیبر پښتونخوا صوبایي صدر انجینر امیر مقام هم د طارق متین پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې، د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې او د مرحوم د بښنې او لوړو درجو لپاره یې دعا کړې ده.


شال نیوز