د پاکستان پخواني وفاقي وزیر ،حمیدالله جان اپریدي، دعوه کړې ده، چې د خیبر ضلعې د تیراه درې په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او ځینو نورو حکومتي ادارو له لوري د خلکو پر پلرنیو ځمکو پوستې، استوګنیز تاسیسات او نورې ودانۍ جوړې شوې دي، بې له دې چې ځايي خلک په پرېکړو کې شریک او یا ورسره مشوره وشي.

 

نوموړي د جولایۍ په ۵مه، په یوه بیان کې وویل، چې د تیراه خلک، په ځانګړي ډول اپریدۍ قبیله، له اوږدې مودې راهیسي د خپلو سیمو په اړه له مهمو پرېکړو بې‌ برخې ساتل کېږي. د هغه په وینا، د امنیتي اړتیاوو په نوم د ځمکو د کارونې، د ونو د پرې کېدو او نورو پرمختیايي فعالیتونو پر مهال د سیمي د خلکو اندېښنې له پامه غورځول کېږي.

 

حمیدالله جان اپریدي زیاته کړه چې په ځینو سیمو کې هغه ځمکې هم کارول شوې، چې لا یې د ملکیت او کورني وېش قانوني چارې بشپړې شوې نه دي، او همدې کار د سیمي د خلکو ترمنځ اندېښنې او د محرومیت احساس زیات کړی دی.

 

هغه وویل، چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د خلکو د ځمکو او طبیعي سرچینو په اړه له ځايي اوسېدونکو سره له سلا او رضا پرته پرېکړې نه کېږي، خو د ده په خبره، په تیراه کې د خلکو له مشورې پرته دا ډول اقدامات دوام لري.

 

پخواني وفاقي وزیر اعلان وکړ چې ډېر زر به د خپلو ادعاوو په ملاتړ اسناد، شواهد او نور معلومات له رسنیو او ولس سره شریک کړي، څو د ده په وینا، حقایق روښانه شي.

 

حمیدالله جان اپریدي خبرداری ورکړ، چې که د سیمي د خلکو اندېښنو ته پام ونه شي، نو اپریدۍ قبیله به د خپلو اساسي او قانوني حقونو د خوندي کولو لپاره د قانون په چوکاټ کې سوله ‌ییز احتجاج وکړي او په ټولو جمهوري او قانوني فورمونو کې به خپل غږ پورته کړي.

 

تر اوسه د حمیدالله جان اپریدي د دغو دعوو په اړه امنیتي ځواکونو یا اړوندو حکومتي ادارو رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.