د کوز سویلي وزيرستان د واڼا تحصيل د اعظم ورسک، بر نرګسۍ (سوۍ خېله) سيمه کې پر يوه کور د مبينه کواډ کاپټر بريد له امله درې کم عمره نجونې وژل شوې او څلور نور کسان ټپيان شوي دي.

 

د پوليسو په وينا، بريد ،د جولایۍ د ۴مې او ۵مې ترمنځه، د شپې د وزير قبیلي د دينور څانګې د محمد ګل، چې په باګل مشهور دی، پر کور شوی دی. له چاودنې وروسته په سيمه کې وېره او اندېښنه خپره شوه او ژغورونکې ډلې د پېښې ځای ته ورسېدې.

 

د ژغورنې ډلو په وینا، ټپيان د واڼا ضلعې مرکزي روغتون ته ولېږدول شول، چرته چې د روغتون ډاکټرانو ويلي دي، چې د ټولو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی او ژوند ته يې سمدستي خطر نه شته.

 

د پوليسو د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کې ۱۵ کلنه مينکه بي بي، ۹ کلنه ګلنازه بي بي او ۶ کلنه بشروبانه شاملې دي. په ټپيانو کې مزلې بي بي، ۱۳ کلن خاطر، ۴ کلن نقيب او ۲۲ کلن ګل زدين شامل دي.

 

د بريد مسؤليت تر اوسه چا نه دی منلی او نه هم کومې حکومتي ادارې د بريد د څرنګوالي په اړه رسمي څرګندونې کړې دي.

 

بلخوا، د واڼا تحصيل د کړيکوټ په سيمه کې د ځايي سرچينو او پوليسو د معلوماتو له مخې، د تحریک طالبان او د ملک جميل توجې خېل ډلې ترمنځ د سپکو او درنو وسلو نښتې شاوخوا درې ساعته روانې وې.

 

تر اوسه د دغو نښتو له امله د مرګ ژوبلې يا مالي زيان په اړه کوم رسمي او تاييد شوی راپور نه دی خپور شوی. پوليس وايي، د دواړو پېښو په اړه پلټنې روانې دي او د سيمي د امنيتي وضعيت د ارزونې چارې هم دوام لري.