د پېښور سېف سټي پروژې او د بي ار ټي چلونکې ادارې، ټرانس پېښور، ترمنځ ،د جولایۍ په ۳مه، يو تړون لاسليک شوی دی چې له مخې به یې د بي ار ټي په سټېشنونو کې لګېدلې سي سي ټي وي کمرې د سېف سټي له مرکزي کنټرول روم سره وصل شي.
د چارواکو په وينا، له دې وروسته به د بي ار ټي د سټېشنونو د کمرو ژوندۍ ويډيو د سېف سټي کنټرول روم ته رسېږي، چې ورسره به د ښار د امنيت څارنه لا اغېزمنه او چټکه شي.
د رسمي بيان ترمخه، له تړون وروسته د سېف سټي پروژې او ټرانس پېښور ترمنځ تخنيکي همکاري هم پېل شوې ده. چارواکي وايي، د دې ګام موخه د ښاريانو د امنيت ښه کول، اغېزمنه څارنه او د هر ډول بېړني حالت پر مهال چټک غبرګون يقيني کول دي.
د چارواکو په وينا، د بي ار ټي د سي سي ټي وي کمرو د سېف سټي له نظام سره په وصل کېدو به د ښار د څارنې دايره نوره هم پراخه شي او امنيتي ادارو ته به د حالاتو په څارنه او د جرمونو په مخنيوي کې لا زياته اسانتيا برابره شي.


شال نیوز