د شانګلې په بشام ښار کې د سوداګرو اتحادیې (ال ټریډ یونین) په غوښتنه ،د جولایۍ په ۶مه، بشپړ شټرډاون هړتال وشو. د احتجاج له امله ټول بازارونه او سوداګریز مرکزونه تړلي وو او په ښار کې سوداګریز فعالیتونه ودرېدل.

 

د اتحادیې مشر ،محمد زاده، وویل چې د بشام د بجلۍ ټرانسمیشن لاینونه د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال لګول شوي او اوس پرې د اړتیا په پرتله ډېر بار دی. د هغه په وینا، بجلۍ له بېرته راتلو وروسته هم هره ورځ درې تر څلور ځله پرې کېږي، چې له امله یې سوداګر له مالي زیانونو سره مخ دي.

 

هغه وویل، چې د احتجاج پر مهال درملتونونه، د سبزیو دوکانونه، تنورونه، د غوښې دوکانونه او نور واړه او لوي کاروبارونه هم تړلي وو.

 

سوداګرو وویل، چې د بشام سټي فیډر نوی ټرانسمیشن لاین دوه کاله وړاندې بشپړ شوی، خو تر اوسه نه دی فعال شوی. د دوي په وینا، د دغه لاین د نه فعالېدو له امله د سیمي خلک او سوداګریزې ټولنې له پرله ‌پسې د بجلۍ لوډشېډنګ او ورسره تړلو ستونزو سره مخ دي.

 

محمد زاده وویل، چې نننی شټرډاون د دوي د احتجاج لومړی پړاو دی. هغه زیاته کړه، که اړونده چارواکي د دوي غوښتنو ته زر عملي ځواب ور نه کړي، نو د احتجاج نور پړاوونه به هم پېل کړي او خپله احتجاجي لړۍ به نوره هم پراخه کړي.

 

احتجاج کوونکو له اړوندو ادارو وغوښتل چې د بشام سټي فیډر ټرانسمیشن لاین دې زر تر زره فعال کړي، څو د سیمي د بجلۍ ستونزه په دوامداره توګه هواره شي. دوي خبرداری ورکړ، که غوښتنې یې ونه منل شي، د احتجاج د پراخېدو مسؤلیت به د اړوندو چارواکو پر غاړه وي.