د اورکزو ضلعې د یو ځايي کس سره ،د جولایۍ په ۶مه، د مبینه تشدد له پېښې وروسته، د امن تنظیم او پولیسو بېلابېل دریځونه څرګند کړي دي.
د امن تنظیم ویاند ویلي دي، چې د دوي موخه په سیمه کې د بې قانونۍ مخنیوی او د امنیت ټینګښت دی. د هغه په وینا، هغه موټر ،چې د درولو او په مساپرو یې د تشدد دعوه شوې، د معمول د تلاشۍ لپاره درول شوی و، خو د موټر له سپرلیو سره لفظي شخړه رامنځته شوه چې له امله یې وضعیت ترینګلی شو.
بلخوا، د اورکزو د پولیسو مشر (ډي پي او) شوکت علي ویلي دي، چې د امن تنظیم غړي د امنیت د ټینګښت لپاره له پولیسو سره په ګډه دنده ترسره کوي. د هغه په وینا، د نان کسټم موټر د نه درولو پر سر د امن تنظیم یو غړي پر یو ځايي کس تشدد کړی، چې له دې وروسته یاد اهلکاران له هغه ځایه لرې کړل شوي دي.
ډي پي او شوکت علي وویل، چې د خلکو د سر او مال ساتنه د پولیسو لومړیتوب دی. نوموړي زیاته کړه، چې پولیسو څو ځله له سیمه ییزو قبایلو غوښتي دي چې د امنیت د ټینګښت لپاره ورسره ودرېږي، خو د هغه په خبره، فیروز خېل قبیلې تر اوسه له پولیسو سره همکاري نه ده کړې، په داسې حال کې چې نور قبایل له پولیسو سره ولاړ دي، خو تر دا مهال د فیروز خیلو قبیلی په دې اړه خپل دریځ نه دی په ډاګه کړي .
هغه دا هم وویل، هغه کس چې د تشدد دعوه پرې شوې، تر اوسه د مقدمې درج کولو لپاره پولیسو ته نه دی ورغلی. د ډي پي او په وینا، که نوموړی راشي، نو د قانون له مخې به په ذمه وارو مقدمه ثبت شي او قانوني کارروایي به وشي.
د یادونې وړ ده چې نن سهار د اورکزو فېروز خېل قبیلي خلکو د امن تنظیم لخوا په یو ځایي کس د تشدد دعوه شوې وه، او په ردعمل کې یې د قبیلي خلکو د احتجاج په توګه لویه لار تړلې او د هر ډول ټرافیک او تګ راتګ مخه یې بنده کړې وه.
د قبیلي خلکو دعوه کړې وه چې یاد موټر کې یو ناروغ ماشوم روغتون ته وړل کېدل خو د امن تنظیم غړو ماشوم هم د روغتون ته له وړلو منع کړل او په موټر کې سپرو کسانو یې تشدد هم کړی.


شال نیوز