اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پاکستان مزدور کسان ګوند د مرکزي مشر ،افضل شاه خاموش، د اووه ورځني جسماني ریمانډ تر بشپړېدو وروسته هغه پر عدالتي ریمانډ اډیاله زندان ته د لېږدولو حکم ورکړی کړی دی.
نن ،د جولاۍ په ۶مه، د اورېدنې پر مهال د فدرالي پلټنو ادارې (ایف ايي ای) له محکمې وغوښتل چې د نورو پلټنو او د موبایل ټیلیفون د معاینې لپاره د افضل شاه خاموش جسماني ریمانډ وغځول شي. خو محکمې د ادارې غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې د جسماني ریمانډ د غځولو لپاره قانوني دلایل نه دي وړاندې شوي.
له دې پرېکړې وروسته محکمې افضل شاه خاموش عدالتي ریمانډ ته وسپاره او اډیاله زندان ته یې د لېږدولو حکم ورکړ. همداراز د هغه د ضمانت غوښتنلیک اورېدنه ،د جولایۍ په ۹مه، وټاکل شوه.
بل لور ته د پاکستان مزدور کسان ګوند شال نیوز ته په استول شوې یوه اعلامیه کې د خپل مشر نیول او پر ضد یې ثبت شوې قضیه سیاسي اقدام بللی، او ویلي یې دي چې قانوني مبارزه به د نوموړي د خوشي کېدو او د مقدمې تر پای ته رسېدو پورې دوام وکړي.
تر دې مهاله د ایف ايي ای له لوري د ګوند د یادو دعوو په اړه کوم جلا غبرګون نه دی خپور شوی.
یاده دې وي چې د پاکستان مزدور کسان ګوند مرکزي مشر افضل شاه خاموش د جون په ۲۸مه د پېښور باچا خان هوايي ډګر څخه هغه مهال د ایف ايي ای د چارواکو لخوا ونیول شو کله چې هغه په همدې ورځ د خپلې میرمن سره برېتانیا ته روان و.


سلمان یوسفزی