د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړیکو وزیر ،شفیع جان، ویلي دي، چې هنرمندان د هرې ټولنې د کلتور، دود او مثبت شناخت رښتیني استازي دي او صوبایي حکومت به د هغوي د ستونزو د حل  لپاره هر ډول ممکنه همکاري وکړي.

 

هغه دا خبرې ،د جولایۍ په ۶مه، په سول سېکرټرېټ کې د آرټسټ ایکشن فاونډېشن له یوه پلاوي سره د لیدنې پر مهال وکړې. د پلاوي مشري هنرمند ،ارشد حسین، کوله او په غړو کې طارق جمال، نوشابه، ذوالفقار او خالد خان هم شامل وو.

 

د حکومتي خبرپاڼې له مخې، په لیدنه کې په صوبه کې د هنر او کلتور د ودې، د هنرمندانو د انډومنټ فنډ، د هنرمندانو د ستونزو او د هغوي د هوساینې په اړه تفصیلي خبرې وشوې. پلاوي د هنرمندانو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو او د کلتوري فعالیتونو د لا فعالولو لپاره خپلې سپارښتنې هم وړاندې کړې.

 

شفیع جان وویل، هنرمندان د ولس د تاریخ، دودونو او کلتوري میراث ساتونکي دي او د هغوي هنر د ملي هویت په راتلونکو نسلونو کې د لېږدولو مهم رول لري. هغه زیاته کړه چې حکومت به د هنر، کلتور او ادبي میراث د ودې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

 

د اطلاعاتو وزیر د پلاوي غړو ته ډاډ ورکړ چې د هغوي وړاندیزونه به په جدي توګه وڅېړل شي او ډېر زر به د اعلا وزیر د کلتور د ځانګړي مرستیال او اړوندو چارواکو په ګډون غونډه راوبلل شي، څو د هنرمندانو د ستونزو د حل او د کلتوري سکتور د پرمختګ لپاره اغېزمنه تګلاره جوړه شي.

 

د پلاوي غړو د وزیر له ډاډ او د همکارۍ له ژمنې مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د حکومت له اقداماتو سره به په صوبه کې د هنر او کلتور وده نوره هم چټکه شي.