د خیبر پښتونخوا ګورنر ،فیصل کریم کونډي، د جولایۍ په ۶مه، د پېښور د ګګه ولې سيمي ته ورغی او د ژوب د خونړۍ ترافيکي پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې غمرازي وکړه.
د ګورنر له دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په وژل شويو کې د پاکستان پيپلز ګوند مشر ،ارواښاد ناصر خان، وراره او لمسی، او همدارنګه د ،محمد انور، لور او لمسی شامل وو.
د غمرازۍ پر مهال د پاکستان پيپلز ګوند د صوبايي مرستيال عمومي سېکرټر ملک سعيد، د ډويژن مشر مصباح الدين خان، د ښار مشر عمر خطاب، مرستيال مشر عامر خان او د ګوند يو شمېر نورو مشرانو هم له ګورنر سره ملګرتيا کوله.
ګورنر د وژل شويو کسانو د بښنې او لوړ مقام لپاره دعا وکړه او د هغوي کورنيو ته يې د صبر جميل غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده چې ،د جولایۍ په ۳مه، د بلوچستان د شېراني ضلعې د دانه سر په غرنۍ سيمه کې يو مسافر وړونکی بس، چې له کوټې څخه پېښور ته روان و، ژورې کندې ته ولوېد.
د چارواکو په وينا، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي وو. چارواکي وايي، بس د پېښې پر مهال له خپل ټاکلي شمېر څخه ډېر مسافر لېږدول او د پېښې د علتونو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.


شال نیوز