د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) سجاد حسين نن ،د جولایۍ په ۷مه، په دغه ضلعه کې د شخړو د هواري شورا (ډي ار سي) رسمي پرانيسته وکړه او له نويو ټاکل شويو غړو څخه يې حلف واخيست.

 

د پرانيستې غونډې پر مهال وينا کې ډي پي او سجاد حسين وويل، چې د ډي ار سي جوړولو هدف دا دی چې د کورنيو شخړو، د ځمکو او جایدادونو لانجو، مالي اختلافاتو، د ګاونډيانو ترمنځ شخړو او نورو ولسي ستونزو ته د خبرو، تفاهم او روغې جوړې له لارې حل لارې وموندل شي.

 

هغه زياته کړه چې د دې شورا له لارې به خلکو ته پر وخت او اغېزمن انصاف برابر شي او د غير ضروري مقدمو مخه به هم ونيول شي.

 

په دې موقع د ميرام شاه د سرکل ډي ايس پي رياض خان، د ډي ار سي انچارج لائق مرجان، نور پوليس افسران او د سيمي مشران هم حاضر وو.

 

ډي پي او وويل، چې د شخړو د هواري شورا به د خلکو کور ته نږدې د انصاف په رسولو کې مهم رول ولوبوي او د پوليسو او ولس ترمنځ به باور هم پياوړی کړي.

 

هغه هيله څرګنده کړه چې د شورا غړي به په ايماندارۍ، بې پرېتوب او د مسووليت په احساس سره خپلې دندې ترسره کړي او په سيمه کې د امن، ورورولۍ او ټولنيزې همغږۍ په ټينګښت کې به مهم رول ادا کړي.