د بنو د میریان پولیس تاڼې په ځانمرګي برید کې د وژل شوي پولیس سرتېري ،نور جمال خان، جنازه ،د جولایۍ په ۱۶مه، د بنو په اقبال شهید پولیس لاینز کې وشوه.
په جنازه کې د پاکستان پوځ ځايي بریګېډ قوماندان، د بنو سیمي د پولیسو مرستیال مشر (ډي ایي جي)، د بنو د ضلعي پولیسو مشر (ډي پي او)، لوړپوړو پولیسو او پوځي چارواکو، امنیتي سرتېرو او د وژل شوي سرتېري د کورنۍ غړو ګډون کړی و.
د جنازې له مراسمو وروسته نوموړی خاورو ته وسپارل شو. په مراسمو کې د نور جمال خان پر تابوت د ګلونو څادر وغوړول شو او د پولیسو یوې چمتو قطعې ورته سلامي وړاندې کړه.
نور جمال خان ،د جولایۍ په ۱۵مه، ماښام هغه مهال ووژل شو چې بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د میریان پولیس تاڼې له مرکزي دروازې سره وجنګاوه. په برید کې درې نور پولیس، درې امنیتي سرتېري او څلور ولسي وګړي هم ټپیان شول.
د چارواکو په وینا، له چاودنې وروسته بریدګرو هڅه وکړه تاڼې ته ننوځي، خو پولیسو او پاکستاني امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. د دواړو خواوو ترمنځ په نښته کې څو بریدګر ووژل شول او یو شمېر نور وتښتېدل.
پولیس وایي، د پېښې په تړاو د میریان او شاوخوا سیمو کې د لټون او تصفیې عملیات لا هم روان دي.


غلام اکبر مروت