بدخشان : د پاکستان دولتي خبري اژانس ای پي پي د یو سند پر بنسټ دعوه کړې ده چې د طالبانو د عمومي استخباراتو ادارې د «ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ» له ډلې سره تړلي ۷۰ اویغوري وسله‌ وال د افغانستان شمال ختیځ ولایت بدخشان ته لېږدولي دي.

ای پي پي ،د اګست پر ۱۵مه، په خپل راپور کې ویلي دي، چې په هغه سند کې چې دوي یې «رسمي سند» بولي، دغو کسانو ته د «مسلمان اویغور مجاهدینو» نوم کارول شوی او ویل شوي دي چې له دوي سره لسګونه وسلې هم بدخشان ته انتقال شوې دي.

د ای پي پي د راپور له مخې، دغه مکتوب د بغلان د استخباراتو ریاست له خوا په بدخشان کې د استخباراتو ریاست ته استول شوی او ویل شوي دي چې دا اقدام د طالبانو د عمومي استخباراتو ادارې د عملیاتو د مرستیال ریاست د لارښوونې له مخې شوی دی.

اژانس وايي، چې په سند کې د بدخشان استخباراتي چارواکو ته دا لارښوونه هم شوې ده چې د دغو اویغوري وسله‌ والو د انتقال، استوګنې او حضور معلومات پټ وساتي او موضوع عامه نه شي.

خو شال نیوز په خپلواکه توګه د دې سند اصليت نه دی تایید کړی. تر اوسه داسې خپلواک شواهد هم نه دي وړاندې شوي چې وښيي یاد ۷۰ کسان په کومه نېټه، د کومې لارې او د بدخشان کومې مشخصې سیمې ته انتقال شوي دي.

همداراز تر دې دمه د طالبانو د عمومي استخباراتو ادارې یا نورو اړوندو چارواکو د ای پي پي د دې تازه راپور په اړه رسمي ځواب نه دی خپور کړی. له همدې امله د ۷۰ اویغوري وسله‌ والو د انتقال خبره د ای پي پي له خوا د خپاره شوي سند پر بنسټ دعوه ده، نه په خپلواکه توګه تایید شوی حقیقت.

په خپاره شوي راپور کې د هغو وسلو دقیق شمېر او ډولونه هم نه دي روښانه شوي چې ویل کېږي له دغو کسانو سره بدخشان ته انتقال شوې دي. ای پي پي یوازې د «لسګونو وسلو» د انتقال یادونه کړې ده.

د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د اویغورو له وسله‌ والو شبکو سره تړل کېږي او د افغانستان په شمال ختیځ، په ځانګړي ډول بدخشان کې د اویغوري وسله‌ والو د احتمالي حضور موضوع له کلونو راهیسې د چین او د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو یوه برخه پاتې شوې ده.

بدخشان له چین، تاجکستان او پاکستان سره نږدې جغرافیایي موقعیت لري، له همدې امله هلته د بهرنیو وسله‌ والو د احتمالي حضور هر راپور د سیمې د امنیت او د طالبانو د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

ای پي پي په خپل راپور کې له دې سند څخه دا نتیجه اخیستې ده چې طالبان لا هم د بهرنیو وسله‌ والو ډلو د غړو په انتقال او ځای پر ځای کولو کې رول لري، خو دا د اژانس ارزونه ده. د سند محتوا او د ای پي پي دغه نتیجه تر اوسه د کومې خپلواکې نړیوالې ادارې یا بلې باوري سرچینې له خوا نه ده تایید شوې.