د خېبر ضلعې په لنډي کوتل کې ناڅرګنده وسلوالو ،د جون په ۵مه، ماښام دوه کسان په ډزو وژلي دي، چې پکې د پوځ يو سرتېرى هم شامل دی. د پېښې پر ضد د سيمي خلکو احتجاج پېل کړی او د پېښور ـ تورخم لويه لاره يې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

 

پوليس وايي چې شاه فهد، چې په پوځ کې يې دنده ترسره کوله، او د هغه خپلوان ،محبوب الرحمان، د سلطان خېلو په سيمه کې د خپل کور مخې ته د موټرسايکل سپرو وسلوالو له خوا په نښه شول. د پوليسو په وينا، دواړه کسان پر ځای ووژل شول، او بريدکوونکي له سيمي وتښتېدل.

 

 

هدفي برید کې وژلی شوي شاه فهد او محبوب الرحمان

 

 

چارواکي وايي چې له پېښې وروسته د بريدکوونکو د نيولو لپاره د نږدې غرونو په سيمو کې د لټون عمليات ترسره شوي دي.

 

د ځايي سرچينو په وينا، دا له روژې راهيسي په دغه سيمه کې د هدفي وژنو درېيمه پېښه ده. تر دې وړاندې هم ناڅرګنده وسلوالو په همدې سيمه کې دوه پوليس سرتېري او د يو پوليس خپلوان تنکی ځوان وژلي وو.

 

د پېښې پر ضد د ذخه خېلو قبيلې د پنځو فرعي ټبرونو سلګونو اوسېدونکو احتجاج کړی او د پېښور ـ تورخم لويه لاره يې تړلې ده. مظاهره چيانو د پوليو واکسين کمپاين د بایکاټ او په سيمه کې د تعليمي ادارو د تړلو اعلان هم کړی دی.

 

احتجاج کوونکو، چې مشري يې قبایلي مشر ملک عبدالله خان کوله، وويل که حکومت د امنيت د ټينګښت لپاره اغېزمن ګامونه وانخلي، نو ځايي ځوانان به پخپله د سيمي د امن ساتنې لپاره ګزمې پېل کړي.

 

دوي دا هم اعلان وکړ چې د ذخه خېلو قبيلې ټول دولتي کارکوونکي به تر هغې خپلو دندو ته نه ځي، څو د سيمي د امنيت لپاره يو دوامدار حل نه وي موندل شوی.

 

مظاهره چيانو د حکومتي چارواکو سره د خبرو اترو څخه هم انکار کړی او غوښتنه يې کړې ده چې په مزارينه او شاوخوا سيمو کې د پټو وسلوالو پر ضد دې جدي عمليات وشي.

 

احتجاج کوونکي وايي چې د سړک تړل به تر هغې دوام ولري څو د وروستۍ پېښې عاملين ونيول شي او سيمه له وسلوالو پاکه نه شي. قبایلي مشرانو د امنيتي ځواکونو له خوا د کورونو د چاپو او د بې ګناه خلکو د نيولو پر لړۍ هم نيوکه کړې او ويلي يې دي چې د پاک کارۍ عملياتو په نوم ګڼ شمېر بې ګناه کسان نيول شوي دي.

 

دوي ادعا کوي چې وسلوال هره شپه په سيمه کې په ازاد ډول ګرځي او پر لارو ګزمې کوي، خو قانون پلي کوونکې ادارې يې د مخنيوي توان نه لري.

 

په خېبر کې د امنيت په اړه اندېښنې له تېرو څو کلونو راهيسي دوام لري. د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د لنډي کوتل د خبريال او د لنډي کوتل پرېس کلب پخواني مشر، خليل جبران، هم د ناڅرګنده وسلوالو په بريد کې ووژل شو.

 

د نوموړي وژنې د خبريالانو او مدني ټولنې له لوري پراخ غبرګونونه راوپارول، خو تر اوسه د هغه د وژنې عاملين نه دي نيول شوي.

تر دې دمه امنيتي او حکومتي چارواکو د وروستۍ پېښې او د احتجاج په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي، او نه هم کومې ډلې تر دې دمه د دې وروستي برید مسولیت منلی.