په روس کې د افغانستان سفير ،مولوي ګل حسن حسن، د روسي چارواکو سره په جلا جلا لیدنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي۔

 

په روس کې د افغان سفارت لخوا خپرې شوې خبرپاڼې لمخې،  دا لیدنې د روس د سینټ پیټرزبرګ ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په ترڅ کې ترسره شوې، چې پکې افغان سفير د روسیې د فدراسیون له مرستيال وزیر اعظم ،الیکسي اوورچوک، او د روس د سوداګرۍ او صنعت خونې له مشر ،سرګی کاتیرین، او نورو چارواکو سره ملاقاتونه وکړل۔

 

د راپورونو له مخې، په دغو ناستو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، افغان سوداګرو ته د لا ډېرو فرصتونو برابرولو او په سینټ پیټرزبرګ کې د مېشتو او زده‌ کړو بوختو افغان وګړو د ملاتړ په اړه خبرې اترې شوې دي

 

افغان سفارت ویلي دي، چې دواړو لورو د متقابلو همکاریو د پراخولو او اقتصادي اړیکو د لا ټینګښت پر اړتیا هم ټینګار کړی دی۔